په کراچۍ کې بارانونو شپږ کسان وژلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کراچۍ ښار په بېلا بېلو سيمو کې د پشکال بارانونه شروع شوي چې له کبله يې د ښار په ډېری سيمو کې اوبه ولاړې دي.د خېرښېګړې ادارې ايدي فاونډېشن د چارواکیو په وینا چې تر باران وروستو د بجلۍ کرنټ لګېدو له وجې په ښار کې تر دې دمه لږ تر لږه شپږ کسان مړه شوي دي.د بارانونو له کبله د زیارت په ورځ ډېری ښوونځي تړل شوي ول.د ښار په نارت ناظم اباد، نارت کراچۍ، اورنګي، ملير، ډرګ روډ او نيپا سيمو کې پر سړکونو اوبه ولاړې دي. د محمد عمران ویډیو.