مفتي تسلیم الحق وايي تر دویم حج غوره ده د بې وزله ګاونډي مرسته وشي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پیر کلا شوکدر اوسېدونکی مفتي تسلیم الحق وایي، د اختر تر قرباني وړاندې باید له خپل بې وزله او ناروغه ګاونډي سره مالي مرسته وکړل شي.
نوموړي دا خبرې د شوکدر یوه اوسېدونکي نجیب الله چې څلور ورځې وړاندې د زړه اوږدې ناروغۍ پس مړ شوی، د جنازې پر مهال او اوس یې د مشال راډيو له خبریال شاهنواز تره کزي سره وکړې، هغه ځکه چې د نجیب الله کورنۍ پر ډېرو خلکو وګرځېدله چې د هغه د علاج پیسې برابرې کړي خو هېچا مرسته ورسره و نه کړه.