د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ ان هوډ ښودلی چې په ارام سمندرګي کې به نور بېلسټک توغندي و ازمویي.
دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس په وینا ، دې هیواد پر جاپاني حدودو لوړ د داسې توغندي ازموینه وکړه چې د ایټمي سرګلولو وړلو وړتیا هم لري.
د کیم جونګ ان دا دهړکې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خوله د سېشنبې په ورځ د شمالي کوریا د توغندي ازموینه شرمناکه وبلله او ویې غندله.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ټولو هیوادونو ږغ وکړ چې پر شمالي کوریا بندیزونه عملي کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې قرارداد ملاتړ روس او چین هم کړی دی په کوم کې چې د سوله ییز حل غوښتنه شوې ده او پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو دهړکه نده ورکړل شوې.