جماعت اسلامي: که اېف سي ار ختم نشي تر اسلام اباده لاريون کوو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند اعلان کړی چې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د شاملولو لپاره به له پېښوره تر اسلام اباده لاريون کوي. د سېشنبې پر مازیګر په پېښور کې د ګورنر کور مخې ته د يوې مظاهرې پر مهال د ګوند مشرانو د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې له فاټا دې اېف سي ار قانون ختم کړل شي او دغه سيمې دې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړل شي. په دې اړه د غلام غوٍث ويډويي رپورټ وګورئ.