د افغانستان په کندوز ولايت کې امنيتي چارواکي وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ١٠ تنه وسله وال مخالفان د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي،دغه عمليات په چهاردرې ولسوالۍ کې شوي دي.
افغان امنيتي چارواکي غلام حضرت کريمي د چارشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل،په دغو عملياتو کې اته نور وسله وال ټپيان شوي هم دي.
کريمي وايي چې په وژل شويو کې د وسله والو مخالفانو دوه قوماندانان هم شامل دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې لا په دې اړه تبصره نه ده کړې.