'چې نن هم د بابړې پېښه ياده شي نو ژړا راشي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خېبر پښتونخوا د چارسدې ظاهر شاه وايي چې د ۱۹۴۸م کال د اګست پر ۱۲مه نېټه چې کله پر بې وسلې خدايي خدمتګارانو د هغه وخت امنيتي ځواکونو ناتاره ډزې وکړې نو دی ماشوم خو هر څه يې نن هم ياد دي. نوموړی وايي، هغه د قيامت ورځ وه او هر لورې ته غوغا وه. ظاهر شاه زياتوي چې نن هم د بابړې پېښه ياده شي نو ژړا ورشي. له نوموړي سره شبير احمد جان ويډيويي مرکه کړې ده.