۹۰ کلنه خدايي خدمتګاره د خپلې مبارزې کيسه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

۹۰ کلنه خدایي خدمتګاره عبدالزري بي بي وايي چې ډېر ځله يې د باچا خان لپاره پخپله خوراکونه تیار کړي او د هغه ساده خوراک خوښ و. نوموړې وايي، هغه پخپله د بابړې پېښې په ځای کې نه وه خو چې کله خبر شوه نو ډېره خفه وه. بې بې زياتوي، په خپل کور کې به يې سور رنګ بیرغونه ځړول خو کله چې به پولیس ورغلل او هغه بیرغونه به یې لرې کړل او شین رنګ بیرغ به یې ولګاوه. له عبدالزري بي بي سره د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزي ویډیويي مرکه کړې ده.