د فرانس پوليس وايي د اګست په نهمه د پيرس ښار په شمال غربي برخه کې په ګشتي پوځيانو يو ګاډي خېژول شوی دی.
دوی وايي په دې پېښه کې شپږ عسکر ټپیان شوي چې د دوو حالت ښه نه دی.
ډرايور له سيمې تښتيدلی او پوليس وايي چې دوی یې د لېوالوييس پيريت په سيمه کې لټوي.
د دغه ځای ښاروال، پيتريک بالکاني ويلي چې دا ګاډی له کسته پر سرتېرو خېژول شوی دی.