چين کې زلزلې ګڼ خلک وژلي او زخميان کړي دي

د اګست په نهمه د چین په جنوب لوېدیځ کې زلزلې ۱۳ کسان وژلي دي.

چارواکو ویلي چې ۱۷۵ نور زخميان شوي هم دي.

په وژل شوو کې پنځه سيلانيان شامل دي. د چين سرکاري خبري اژانس ويلي چې ۳۱۵۰۰ نور سيلانيان د زلزلې له سيمې اېستلي دي.