کوټه: پر وکيلانو بريد

د ۲۰۱۶ کال د اګست په اتمه نېته په کوټه کې ځانمرګی بريد وشو

په دې بريد کې د ۵۶ وکیلانو او د دوو خبریالانو په ګډون ۷۳ کسان ووژل شول.

تر حملې وروسته د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې وکيلانو مظاهرې وکړي

يو تن د وژل شوو وکيلانو انځورونو ته ګوري

په بريد کې د دوو خبريالانو د وژل کېدو له وجې خبريالانو هم مظاهرې وکړي

د اګست اتمه ۲۰۱۷ کال د بريد لومړی تلين دی. په ډېرو ځايونو کې خلکو وژل شوو ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړي

وکيلان لا هم وايي خوندي نه دي او د امنيت لپاره يې مظاهرې هم کړې دي.