'سرپل کې د ۵۰ تنو په وژنه کې طالبان او داعش دواړه ککړ دي'

د سرپل ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د لسګونه ولسي افغانانو په وژنه کې وسله‎والو طالبانو او د داعش ډلې یوه قوماندان لاس درلود.

د صیاد ولسوال شریف امینیار ویلي چې دا حملې د داعش او طالبانو له‎خوا په ګډه د اسلامي دولت په نوم شوي دي.

امینیار وايي، باوري راپورونه ښيي چې ۵۰ تنه د وسله‎والو طالبانو له‎خوا وژل شوي چې پکې ۱۸ ځايي پولیس او ملېشه او نور عام خلک شامل دي.

امینیار وايي، دا حملې د طالبانو او داعش د دوو قوماندانانو له‎خوا پر ولسي افغانانو شوي چې د طالبانو مشري ملا نادر او د داعش مشري ملا غضنفر کوله.

خو وسله‎وال طالبان وايي، دا حملې یوازې د دوی کسانو کړې ده.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، ملا غضنفر د طالبانو وفاداره کس دی خو په حملو کې یې ملکیان نه ‎دي وژلي.

ویل کېږي دغه ملکیان هغه وخت وژل شوي چې وسله‎والو طالبانو او داعش جنګیالیو په ګډه د میرزا اولنګ سیمه د شنبې په ورځ په خپل کنټرول کې راوسته.

په میرزا اولنګ باندې دوه ورځې سخته جګړه روانه وه.

د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني بیا وايي، ۲۵ کسان لادرکه هم دي.

په میرزا اولنګ کې د وژل شویو ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سرپل والي ظاهر وحدت بیا تائیدوي چې د صیاد او په خاصه توګه د میرزا اولنګ کنټرول د دوی له وسه وتلې خبره ده.

هغه له مرکزي حکومته د لا زیات ملاتړ غوښتونکی دی.

د سرپل والي ظاهر وحدت

د سرپل والي ظاهر وحدت وايي:

"میرزا اولنګ د صیاد امنیتي دروزاه ده. صیاد د سرپل د امنیت لپاره ډېر مهم دی او سرپل هم د ټول شمال لپاره خاص اهمیت لري. له مرکزي حکومته مو غوښتنه کړې او بیا یې هم وایو چې د میرزا اولنګ، کوهستاناتو، سوزمه قلعه او ځینو نورو سیمو د بیا نیولو توان د سرپل سیمه‌ییز حکومت نه‎لري."

د افغان حکومت مشرانو د سرپل ولایت په میرزا اولنګ سیمه کې د خلکو وژنه غندلې ده.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې د وسله‎والو مخالفنیو دغه کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او جنګي جنایت بللی دی.

اخوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې افغان پوځیان به په ټول توان د میرزا اولنګ د بیا نیولو او د خلکو د وژونکو د ځپلو هڅې وکړي.

که څه هم وسله‎وال طالبان او داعش جګړه مار سره جوړ نه ‎دي او په ځینو سیمو کې یې سختې نښتې هم سره کړې دي، خو د راپورونو پر اساس کله کله ځینې طالب قوماندانان داعشیانو ته وراوښتي وي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی