د هرات ولایتي چارواکي وايي چې دا برید تېره شپه د بکراباد سیمې پر جوادیه جومات شوی چې تر ۶۰ زیات کسان پکې ټپي شوي هم دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عدالاحد وليزاده د یادې پېښې په اړه مشال راډیو ده وویل ، دوه ځانمرګي وو چې یو لومړی جومات ته ننوتی او بل ورپسې چاودنه کړې.
افغان ولسمشر اشرف غني غږ کړی چې ولس او ديني عالمان دې په ګډه د ترهګرو دوحشتونو پرضد خپل غږ پورته کړي.
د ولسمشر اشرف غني له خوا دا غوښتنه بېګا له ارګه په خپره شوې یو خبرپاڼه کې شوې ده.
ولسمشر غني ویلي چې ترهګرو پر عامو افغانانو ، جوماتونو، تکيه خانو او نورو مقدسو ځايونو په بريدونو سره دا په ډاګه کړې ده چې دوی د اسلام پرضد دي.