شمالي وزیرستان: د جنج ګاډی کندې ته لوېدلی، ۳ مړه، ۱۷ ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان په شېوا تحصیل کې د ورا یا جنج یو ګاډی کندې ته پرېوتی چې پکې درې ماشومان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي. د سیمې یوه اوسېدونکي حکمت الله د سېشنبې ورځ مشال راډیو ته وویل ، دا ګاډی د دوشنبې ورځ له سپین وامه د ټل پر لور روان وو چې کندې ته پرېوتی دی. نوموړی زیاتوي چې په سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې د پرمختیايي کارونو نه کېدو له وجې لارې کنډکپرې دي او تل پرې ولس له پېښور سره مخامخېږي. د عمر دراز وزیر راپور