په کابل او لاهور کې بريدونه دواړه هېوادونو ته څه درس ورکوي؟

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په کابل او د پاکستان په لاهور ښار کې په يوه ورځ حملې شوې وې.

په دواړو حملو کې شپږویشت شپږویشت کسان وژل شوي وو.

د کابل برید ذمه واري افغان وسله والو طالبانو او د لاهور د حملې تحريک طالبان پاکستان اخستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان په خرابو اړيکو کې د هڅو سربېره هم پرمختګ نه دی شوی.

کابل پر اسلام اباد او اسلام اباد پر کابل تور پورې کوې چې د يو بل په هېواد کې د کېدونکيو حملو شاته لاس لري.

پوښتنه داده چې دغسې همهاله بريدونه دواړه هېوادونو ته څه درس ورکوي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان دفاعي چارو پوه برېګېډيير سيد نذير او په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال سره څېړل شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل او لاهور کې بريدونه دواړه هېوادونو ته څه درس ورکوي؟