د کندوز په خان اباد کې نښتې شوې دي

د افغانستان د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، په خان اباد کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته روانه ده.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري مشال راډیو ته وویل، وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا څلور بجې، له څلورو خواو پر ولسوالۍ برید وکړ چې په نتیجه کې یې جګړه پیل شوه چې لا هم د ښار په څنډو کې روانه ده.

دی وايي، له سیمه ییزې ادارې څخه یې تازه ځواکونه او مهمات غوښتي دي. وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.