د بلوچستان د تعلیم وزیر وايي په صوبه کې په ديارلس زره سکولونو يا ښوونځيوو کې نږدې ۱۴۰۰ داسې هم شته چې د حکومت په ریکارډ کې شته خو په حقیقت کې وجود نه لري.
د بلوچستان د تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال دا خبره د جولايي په ۱۹ تاريخ مشال ريډيو سره خبرو کې د دې ترڅنګ زياته کړه چې د دغو غيرموجودو سکولونو پر نامه له حکومته استادانو تنخواګانې هم اخښتی.
هغه وویل چې به دېر اړه به ډېر ژر قانوني ګامونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې صوبايي حکومت پروسږکال په صوبه کې د تعلیمي ایمرجنسۍ لګولو اعلان کړی وو چې موخه یې ماشومان په ښونځي کې شاملول وو.