د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ویلي چې ترهګري د سیمې او نړۍ ګډ دښمن دی او پرضد یې په ګډه مبارزه په کار ده.
حنیف اتمر دا خبره د سېشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د دې هیواد د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر کمالدینوف ابزال سره د لیدو کتو پرمهال کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې حنیف اتمر قزاقي چارواکو ته ویلي د ترهګرۍ پرضد شریکه ستراتیژی او همکاري په کار ده.
خبرپاڼه د قزاقستان د بهرنیو چارو د مرستیال کمالدینوف ابزال له خولې وايي چې په افغانستان کې د اوسني کړکیچ د پای ته رسولو لپاره لا ډېرې سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ او هڅو ته اړتیا ده.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر دا مهال له یو پلاوي سره د دې لپاره په قزاقستان کې دی چېپر دوه اړخیزو امنیتي مسلو ورسره وږغېږي.