د خیبرمشران: د افغانستان او پاکستان اړیکې دې ښې شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د ټولو قبایلي او نیمه قبایلي سیمو قومي مشرانو د يوې جرګې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان پر چارواکو د خپلو اړيکو ښه کولو لپاره غږ وکړ.څو ورځې مخکې د کرښې دواړه خواو قومي مشرانو ورته يوه جرګه په کابل کې هم شوې وه.د یکشنبې د ورځې جرګې مشرانو وويل، د کابل جرګې د ګډونوالو له دې خبرې سره اتفاق نه کوي چې ګواکې پاکستان قبایلو ته په ښه سترګه نه ګوري.دوی وویل، پاکستانیو چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګول به د دواړو خواو د ولسونو تګ راتګ او رشتې اغېزمنې نه کړي. فرهاد شینواری معلومات راکوي.