کوټه کې څلور پوليس وژل شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن (پنجشنبه) هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو. ځايي چارواکو مشال ريډيو ته وويل چې دې پېښه کې د مبارک شاه په ګډون څلور پوليس ووژل شول او د هغوی ډريور زخمي شو. جماعت الاحرار وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري منلې ده.