پاکستان کې بارانونو لس کسان وژلي دي

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې ویاند، تيمور خان نن مشال ریډیو ته وویل چې د تېرو دوو ورځو راهيسې روانو بارانونو صوبه کې پینځه کسان وژلي او ګڼو ودانيوو ته زيان اوښتی دی.

ډير زيان په هریپور، بونیر او صوابۍ ضلعو کې رسيدلی دی.

د پاکستان د قدرتي آفتونو د نظم قامي ادارې پر خپل ويب سايټ ليکلي چې په پنجاب او بلوچستان کې هم پنځه کسان وژل شوي دي.