سوات کې د پي ټي وي پرضد مظاهره
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې لسګونه لیکوالو، شاعرانو، مدني فعالانو او د ځینو سیاسي ګوندونو غړو د پاکستان د سرکاري jلویزیون «PTV» پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
دغه مظاهره د پاکستان د سرکاري تلویزیون د هغې مزاحیه مشاعرې پر ضد وشوه چې د راپورونو له مخې د وړوکي اختر په دوهمه ورځ پکې یوه اردو ژبي شاعر جواد حسېن د پښتنو په لهجه کې په خپلو ویل شویو شعرونو کې پښتانه قاچاقبران، بد بویه او ترهګر وبلل.
په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.