''پر پاکستاني سرکاري ټي وي د پښتنو سپکول نه منو''
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ملک د نورو برخو په رنګ د ګل په ماښام په اسلام اباد کې هم د پاکستان په سرکاري ټېلیویژن ”پي ټي وي” په شعر کې د پښتون قام د سپکاوي پرضد مظاهره وشوه.
پر دې مهال د مظاهرې ګډونوالو د سرکاري ټي وي پرضد نعرې ووهلې او غوښتنه يې وکړه چې کوم تن په شعر کې په پښتنو پسې خندا کړې ده، په هغه دې تل عمري بندېز ولګول شي، د دغه خپرونې چارواکي دې له څوکيو لیرې کړل شي او د ټول پښتون قام نه دې په ټي وي او ورځپاڼو کې معافي وغوښتل شي.
د مشال راډيو خبریال محمد عمران یې ویډيو کښلې