د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د پرمولو تاڼې په سيمه کې د صحت يو کارکوونکی په ډزو وژل شوی دی.
وژلې شوې کس سهيل احمد نومېږي چې د کالوخان کلي اوسيدونکی وو او د نارنجي کلي په ډسپنسرۍ کې يې د حفاظتي ټېکو لګولو او ويکسينو ورکولو دنده تر سره کوله.
پر نوموړي هغه وخت برید شوی دی چې دی کاره د کرو پر لور وران وو.
د ۲۷ کلن سهيل احمد پلار مفرک شاه مشال راډېو ته وويل چې دوي له هیچا سره هم دښمني نه لري.
د پورمولو تاڼې پوليس وايي چې په دې پېښه کې د لاس لرونکو لټون یې پیل کړی دی.