پاړه چينار: چاودنې او احتجاج په انځورونو کې
جون ۲۳: پاړه چينار کې د طوري مارکيټ څخه تر بمي چاودنې وروسته لوګی راپورته کيږي
ځايي خلک يو زخمي تن د پېښې له ځايه وباسي
خلک په بمي چاودنه کې زخمي شوي کسان د پېښې له ځايه وباسي
په پاړه چينار کې د بمي چاودنې عيني شاهدانو ويلي چې امبولانسونه ناوخته ورورسېدل
ډير زخميان د پيښور روغتونونو ته ويوړل شول
جون ۲۷: تر چاودنې وروسته خلکو مظاهره وکړه او پر ايف، سي ځواک يې تور پورې کړ چې په ډزو يې ۴ کسان ووژل. ايف سي دا تور رد کړ
جون ۲۹: په پاړه چينار کې د خلکو احتجاج لا هم دوام لري. دوی له حکومت د امنيت غوښتنه کوي. په تېرو شپږو مياشتو کې پاړه چينار کې درې لوی بمي بريدونه شوي دي