د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرانسې ته ځي

سپینې ماڼۍ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرانسې ولسمشر انویل مکرون بلنه منلې ده تر څو د فرانسې د انقلاب د جشن د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې مکرون د جون په ۲۷مه له ولسمشر ټرمپ څخه د ټیلیفوني مکالمې پر مهال غوښتي و چې پاریس ته ورشي او د جولای په ۱۴مه د جشن په مراسمو کې برخه واخلي.

ولسمشر ټرمپ او ولسمشر مکرون وروستی ځل د مې په میاشت کې په بروکسل کې سره لیدلي ول.