'سید صلاح الدین نړیوال ترهګر ګرځول به پر پاکستان فشار زیات کړي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي، د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د کشميريانو اويا کلنه مبارزه قانوني ده او د دې سيمې د ازادۍ پلوو کسانو ترهګر ګرځول هېڅ جواز نه جوړېږي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا په کشمیر کې د جنګېدونکې وسله والې ډلې حزب المجاهدين پاکستان ميشته مشر سید صلاح الدین نړیوال ترهګر ګرځولی دی. بلخوا امریکايي ولسمشر او هندي وزيراعظم پر پاکستان غږ کړی چې د ترهګریزو بریدونو لپاره دې د خپلې خاورې نه کارېدل باوري کړي. د مشال راډیو خبریال همکار اسرار عالم پر دې اړه له کارپوهانو سره خبرې کړي او دا رپورټ يې برابر کړی.