په هرات کې د سلما بند پر ساتونکي ځواک برید شوی دی چې پکې ۱۰ افغان پوځیان وژل شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د بند پر ساتونکو د شنبې پر ورځ برید شوی دی.
د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي د افغان پوځیانو وژنه تایید کړه او و یې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
چارواکي وايي، په چشت شریف کې د سلما بند د ساتونکو او د وسله والو نښته شاوخوا دوه ساعته روانه وه.
د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده وايي، سیمې ته یو شمېر ځواکونه لېږدول شوي دي.
سلما بند د هند په مالي مرسته جوړ شوی دی چې په ۲۰۱۶ز کال کې د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرانیست.
د دې بند په جوړېدو ۲۷۰ میلیونه ډالره لګېدلي ول.
مودي دې ته د هند او افغانستان ((د دوستۍ بند)) نوم ورکړی وو.
د سلما بند پر ساتونکو د برید ذمه واري چا نه ده منلې.