خاوند راته د ججې ترمخ دړکې راکولې او په ګولۍ یې وویشتم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کورني تشدد ښکار نادیه بي بي په عدالت کې هم محفوظه نه ده او وايي تېره اونۍ یې خاوند د ښځينه ججې ترمخ دهړکې ورکولې او بیا چې کله کور ته په لار وه نو خاوند پرې ډزې وکړې او پښه یې ټپي شوه. د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې نادیې وویل چې دا له خپل خاونده خلعه او خپل درې بچيان غواړي.