پکتيا: شپږ بريد ګر وژل شوي دي

د افغانستان په پکتیا ولايت کې نن سهار د پوليسو په يو مرکز برید کې شپږ وسله وال وژل شوي دي. دا بريد په ګردېز کې شوی دی.

د سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شیرزاد د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو دوه موټر درلودل، اول ګاډی د پولیسو لخوا وپېژندل شو، کله چې پولیسو موټر ته د ودرېدو وويل نو چادونه وشوه، چې تر چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو پلی برید وکړ.

اسدالله شیرزاد تر اوسه پدې بریده کې د پنځو سرتیرو د وژل کیدو او نهو ټپي کیدل تاييد کړل. د نوموړي په وينا يو بل بريد کوونکی لا هم د پوليسو سره په نښته بوخت دی چې زر به له منځه يوړل شي.

چارواکي وايي بريدګر مرکز ته له ننوتو مخکې وژل شوي دي

د ګردیز د ولایتي روغتون چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پيښې له سیمې یو شمېر ټپي ملکي وګړي وروړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دې بريد زمه واري منلې ده.