عراقي ځواکونو له داعشه مهمه لار بېرته اخيستې ده

د عراق پوځ وايي، د شام له پولې سره يوه مهمه لاره الوليد يې د سُني جنګياليو په ملاتړ له اسلامي دولت وسله والې ډلې نيولې ده.

دا لار درې کاله وړاندې داعش قبضه کړې وه.

پرون په خپور شوي بيان کې پوځ ويلي چې امريکايي او عراقي جنګي الوتکو ددې هېواد په لويديځه څنډه کې د مځکني ځواکونو ملاتړ کولی.

اسلامي دولت وسله والې ډلې د شام او عراق پر پوله د الوليد لار د دوه زره څوارلسم کال د جون پر ۲۲ مه نېټه نېولې وه او بيا يې د شام رقا او د عراق موصل ښار د پلازمينې په توګه اعلان کړل.

د الوليد تر نيولو وروسته د عراق او شام پوله د داعش په کنټرول کې شوه.

په دواړه هېوادونو کې د امريکا په ملاتړ جنګيالي پر اسلامي دولت وسله والې ډلې فشار راوړی او کوشش کوي چې د داعش پاته وسله وال د هغو له اعلان شويو پلازمينو و شړي.