'د بریتانیا نوی حکومت به ستونزې ولري'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بریتانیا په ټاکنو کې محافظه کاره (کنزروېټيو) ګوند تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي، خو لا هم په خپلسر د حکومت جوړولو جوګه نه دی. ځکه د حکومت جوړولو لپاره ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا لري. د غير رسمي نتيجو له مخې محافظه کار ګوند تر ۳۱۸ او کارګر ګوند تر ۲۶۲ پورې پارلېماني څوکۍ ګټلې. په لندن کې خبريال عادل شازېب د مشال راډيو له خبریال اسرار عالم مومند سره په خبرو کې وویل داسې ښکاري چې د بریتانیا نوی حکومت به ځوړند یا هېنګ وي او له ډېرو مشکلاتو سره به مخامخ شي ځکه چې له اروپايې ټولنې د بریتانيا د وتو او پر نورو موضوعاتو باندې د ټولو سياسي ګوندونو جلا جلا نظرونه دي.