د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې په اتو هوايي حملو کې ۳۵ وسله وال مخالفین او شپږ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن(چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې په دغو هوايي حملو کې ۲۴ مخالفین ټپيان شوي هم دي.

" اته هوايي حملې ترسره شوې چې په پایله کې یې ۳۵ مخالفین وژل شوي، ۲۴ ټپيان دي او ۶ داعش جنګیالي وژل شوي دي."

وزیري زیاتوي چې دا مهال په ۱۴ ولایتونو کې ۱۷ پلان شوي عملیات روان دي او همدارنګه کمانډو ځواکونه هم ۱۳ خپلواک عملیات لري.