د امریکا ولسمشر د ناټو غونډې لپاره بروکسل ته ورسېد

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو مشرانو په غونډه کې چې د زیارت په ورځ جوړېږي، د ګډون لپاره بروکسل ته ورسېد.

ښاغلي ټرمپ څه موده مخکې د ناټو پوځي تړون منسوخ بللى و.

نننۍ غونډه به پر دوو موضوعاتو څرخي، لومړی د ناټو ټول ٢٨ غړي هېوادونه غواړي د مصارفو په اړه يوې هوکړې ته ورسېږي، بله دا چې د تره ګرۍ پروړاندې څنګه مبارزه کېدلى شي.

ولسمشر ټرمپ پرون د بلجیم له وزیر اعظم چارلس میشل "Charles Michel" سره په کتنه کې وویل، له ترهګرۍ سره مبارزه به یې د لیدنو کتنو او خبرو اترو په سر کې وي:

"موږ به پر څو ستونزو په شریکه کار وکړو. لومړۍ یې ترهګري ده. موږ به سخته مبارزه کوو او ښه پر مخ ځو."

بروکسل ته د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له رسېدو سره جوخت، په سلګونو کسانو په دې ښار کې په اعتراضونو لاس پورې کړ او ویې ویل چې د ولسمشر ټرمپ د ځینو نظریو ملاتړې نه دي.