په زیدې کلي کې د مشال خان د څلوېښتي مراسم

صوابۍ - د مردان ولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان د څلوېښتۍ مراسم روان دي.

د صوابۍ په زیدې کلي کې د یکشنبې یا اتوار ورځې دې مراسمو ته ګڼ سیاسي مشران، فعالان، ولسي وګړي او پوهان ورغلي دي.

دې غونډې ته په اسلام اباد کې د افغان سفارت یو پلاوی هم ورغلی دی.

په غونډه کې ویناګانې هم شوې دي چې پکې نه یوازې د مشال خان د وژنې غندنه شوې بلکې له حکومته غوښتنه شوې چې د هغه کورنۍ ته دې انصاف ورکړي او د نوموړي وژونکو ته دې سزاګانې واورول شي.

د اپرېل پر ۱۳مه پارېدلو خلکو په ولي خان پوهنتون کې پر مشال خان حمله وکړه او په وهلو او ډزو یې وواژه.

پر نوموړي د مذهب د سپکاوي تور پورې شوی وو خو پولیسو وروسته وویل، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې ګواکې مشال خان دې د مذهب سپکاوی کړی وي.

د پېښې په غبرګون په پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونو او فعالانو مظاهرې، لاریونونه او غونډې کړې دي چې لا هم روانې دي.

د پاکستان سپریم کورټ د دې پېښې نوټس اخیستی دی او د قضیې اورېدنه کوي.

هلته د مشال خان کورنۍ وايي، ځان خوندي نه محسوسوي او پولیس وايي، کورنۍ ته یې سرتېري هم ورکړي او نورو مرستو ته هم تیار دي.

د مردان پولیسو مشر عالم شینواری وايي، د نوموړي د وژنې په تړاو یې له ۵۰ زیات کسان نیولي دي چې ورڅخه پلټنې روانې دي.