چین یو شمېر امریکايي جاسوسان وژلي او نیولي دي

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د چین حکومت د ۲۰۱۰ز کال له وروستیو راهیسې په ((منظم ډول)) په هغه هېواد کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) هڅې شنډې کړې دي.

دې ورځپاڼې د یکشنبې (اتوار) پر ورځ په خپل یوه رپورټ کې ویلي، چین له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په دوو کلونو کې د امریکا شاوخوا ۲۰ جاسوسان وژلي یا نیولي دي.

ورځپاڼې ته ۱۰ اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط ویلي، دا په لسیزو کې تر ټولو لویه او بده استخباراتي سرغړونه او تېری دی.