د مومندو په سکولونو کې د ماشومانو د داخلو کمپاین

د تیر کال په څیر سږکال هم د خېبر پښتونخوا د ګورنر په امر قبایلي سیمو کې په سکولونو کې د ماشومانو د داخلولو کمپاین روان دی چې پکې استاذان هغو ماشومانو پسې کورونو ته ورځي چې عمرونه یې د سکول د تللو وي او سکولونو ته نه ورځي. دا استاذان د دغو ماشومانو میندې پلاران دوی په سکولونو کې داخلو ته رضا کوي.

د مومند ایجنسۍ په پړانګ غار تحصیل کې هم استادان وايي چې دا کار نه یواځې د ګورنر صېب په امر کوي بلکې پخپله هم د خپل ولس د مستقبل روښانه کول غواړي.


د دې خپرونې اډیو دلته اوریدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پړانګ غار کې د تعلیم د پرمختګ هلې ځلې