شمالي وزیرستان: چاودنې دوه پاکستاني سرتېري وژلي

په شمالي وزیرستان کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط بېګا مشال راډيو ته وویل پېښه بېګا ماښام په سپینوام کې شوې.

د دوی په وینا، دا سیمه د ډېورنډ کرښې ته نېږدې ده. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.