نواز شریف: د کابل او اسلام اباد اړیکې په ښه کېدو دي

د پاکستان وزيراعظم نواز شريف وايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ د پارلېماني استازیو له ورستيو سفرونو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات ښه کېږي۔

وزير اعظم هاوس په خپل يو بيان کې ويلي دي چې په دې وروستيو کې افغانستان ته د تللي پاکستاني پلاوی مشر سپيکر اياز صادق د سېشنبې په ورځ له وزير اعظم سره ملاقات وکړ او هغه ته يې له افغان چارواکو سره د شویو خبرو په اړه مالومات ورکړل.

وزیر اعظم په دې موقع ويلي دي چې د سيمې امن او ثبات پر ځای کول د پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو شريک هدف دی۔