د پاکستان یو پنځلس کسیزه پارلیماني پلاوی د قامي اسمبلۍ د سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ په دوه ورځني سفر کابل ته رسيدلی دی.
تيره ورځ د ښاغلي صادق لخوا د قامي اسمبلۍ په ويب پاڼه خپور شوي يو بیان کې ويلي شوي چي پلاوی به د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ نور يو شمير افغان مشرانو سره هم ويني .
د بیان له مخه په دي ملاقاتونو کي به د دواړو هيوادونو د پارليمان تر مينځه د همکاريو په زیاتولو او د شخړو د هوارۍ لپاره د خبرو اترو په ضرورت ټينګار کيږي.
په دي وفد کي د پاکستان په پارليمان کي د يو شمير مذهبي او سیاسی ګوندونو غړي هم ګډون لري.