ترکيې له عراق او شام سره پر پوله بمبارۍ کړي

ترکيه وايي چې جنګي الوتکو يې نن (سېشنبه) د عراق په سينجار سيمه او د شام په شمال ختيځ کې پر کرد وسله والو بمباري کړې ده.

د ترکيې د پوځ په يو بيان کې ويل شوي چې په سينجار کې يې د دې لپاره بمباري کړې چې د کردانو د کارګر ګوند مخه ونيسي تر څو وسلې او چاودېدونکې توکي په ترکيه کې دننه د بريدونو لپاره ونه لېږدوي.

د کردانو کارګر ګوند پي کې کې د ترکيې، امريکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله ګرځول شوې ده.

پي کې کې له هغه وروسته په سينجار کې له يزيديانو سره د مرستې په خاطر خپل حضور وکړ چې په ۲۰۱۴م کال کې د اسلامي دولت وسله والو دا سيمه ونيول او له ځايي استوګنو يزيديانو يې حېرانونکی غچ واخيست. يو مشر کرد کومندان جنرل سېمې بوسالي ويلي چې ترک هوايي بريدونو په سينجار کې پنځه پېشمرګه جنګيالي وژلي دي.

ترکيې له دې وړاندې هم له عراق سره پر پوله بمبارۍ کړي چیرې چې د پي کې کې وسله وال مېشت دي خو دا لومړی ځل دی چې پر سينجار سيمه بمباري کوي.