یونس خان د لس زرو منډو جوړولو لوبغاړی شو

د پاکستان د کرکټ قامي لوبډلې ستر لوبغاړی یونس خان په ټېسټ کرکټ کې لس زره رنزونه د جوړولو اعزاز ترلاسه کړی او د پاکستان وړومبې او د نړۍ دیارلسم لوبغاړی جوړ شوی.

یونس خان دا کارنامه په جمیکا کې د خپل مسلک د اخرني سیریز پر مهال د ویسټ انډیز پرضد ترسره کړی.

د تېر اتوار په ورځ لس زره رنزونه مکملولو لپاره ورته درویشت رنزونه پکار وو څه چې نوموړي په څلور اتیا بالونو ترلاسه کړي وو.

یونس خان خپل ویډیویې پیغام کې دا د پاکستان کامیابي ګرځولې.

،، زما دا کامیابي یواځې زما نه بلکې د ټولو پاکستانیانو ده او د دې کرېډت خپلې ټولې کورنۍ ، زما مور او پلار او د پاکستان د کرکټ د لوبډلې پخواني کوچ باب ولمر ته ځي. د ملګرو او د مینه والو او د هاغه ټولو مننه کوم چا چې د کرکټ په مسلکی هلو ځلو کې راسره مرسته کړې ده،،

له دې وړاندې یونس خان په ټېسټ کرکټ کې د جاوېد میانداد د ټولو زیاتو رنزونو او د انضمام الحق د پنځویشت سلیزو رېکارډ مات کړی وو.

د نوموړي په مشرۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د کال ۲۰۰۹ د شل اوریزو مېچ فاینل لوبه هم ګټلې وه.

د یونس خان د کامیابۍ په اړه پخواني لوبغاړی عمران خان خپل ټویټر پېغام کې ویلي دي چې یونس خان کې همت حوصله او صلاحیت شته او ده په مشکله حالاتو کې یې کامیابۍ ترلاسه کړي دي.

شاهد خان افریدی خپل ټویټر پېغام کې ویلي چې لس زره رنزونه مکملول یوه ځلاندهکامیابي ده او هیله لرو چې اخرنۍ مېچ به یونس خان لپاره ډېر ښه وي.

د لوبو د چاروتجزیه کار او خبریال عبدالغفار وایې چې یونس خان یو ځانګړی لوبغاړی دی او د نوو لوبغاړو لپاره د همت او حوصلې نښه ده.

،، د ځوانانو لپاره دا ډېر اهمیت لري او د ټېسټ کرکټ لوبغاړو ته به هم د دې اعزاز نه حوصله راغلی وي او دا هدف به یې وس په ذهن کې وي چې موږ هم د یونس خان غوندی اوږد کرکټ وکړو،،

یونس خان د کرکټ نړیواله لوبه لمړي ځل په مېلادي کال دوه زره کې د سری لنکا پرضد کراچۍ کې شروع کړې وه.

ده د ټېسټ کرکټ نه علاوه په یو ورځني مېچونو کې اووه سلیزې او اته څلویښت نیمايي سلیزې جوړې کړي دي.