"بلخ کې زياتره پوځيان پر لمانځه ولاړ په نښه شوي دي"

د افغانستان په بلخ ولايت کې له پروني بريد وروسته ولسمشر اشرف غني نن دغه ولايت ته تللی دی. د ولسمشر د وياند مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن مشال راډيو ته وویل چې ولسمشر غني به د دغه سفر پرمهال په بلخ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو د پرونۍ حملې له ټپیانو سره وګوري او د دغه ولایت امنیتي وضیعت به وڅيړي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان مرستیال حساس شینواري نن مشال راډيو ته وویل چې پر یاد قول اردو د وسله والو طالبانو په پرونۍ حمله کې د ملي اردو ۱۳۸ سرتېري وژل شوي او ۶۴ نور ټپيان شوي دي. له دې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري هم ويلي وو چې په دې بريد کې له ۱۰۰ زيات پوځيان وژل شوي دي.

د دې بريد په ارتباط په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځیان چې زيات شمېر یې پر لمانځه ولاړ وو په نښه شوي دي او ځینې نور کسان چې په خوړنځي يا طعام خانه کې وو، ووژل شول.

د بلخ د ولايتي شورا يوه غړي ذبيح الله کاکړ بيا د بريد کوونکو شمېر ١٠ تنه ښودلى، چې د ده په وينا دوو يې په ځان پورې منجفره مواد چوولي او اته نور يې وروسته د افغان ځواکونو له خوا ووژل شول. ځينو نورو افغان مقاماتو ويلي چې دوه بريدکوونکي نيول شوي دي.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې ویاند ډګروال جان توماس ویلي دي چې دی په دې اړه معلومات نه لري چې په مستقیم ډول په دې حمله کې امریکایي ځواکونه اغیزمن شوي دي که نه دي.

د افغانستان اجراییه رییس د دې بريد په اړه څرګندوي چې پر سپیڅلو ځایونو حمله له ټولو مذهبونو سره په ټکر کې ده.

عبدالله عبدالله په خپل ټویټر کې دا برید غندلی او هغه یې بزدلانه بريد بللی دی.

د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالي کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د پروني بريد مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی.