ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، دی راتلونکې میاشت له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرو لپاره امریکا ته ورځي.
دا به په جنورۍ کې د ټرمپ تر ولسمشرېدو وروسته د دواړو لومړنۍ لیدنه وي. اردغان تېره ورځ د ترکیې له رسنیو سره په مرکه کې وویل، دی د مې پر ۱۵مه چین ته ځي او بیا به د مې پر ۱۶مه او ۱۷مه په امریکا کې ټرمپ سره وګوري. په سمدستي توګه سپینې ماڼۍ د اردغان د سفر په اړه څه نه دي ویلي.