تمه ده قامي اسمبلي به په مې کې د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړي

له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدين خان وايي د پاکستان وفاقي حکومت فیصله کړې چې په مې مياشت کې به د فاټا اصلاحاتو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي او هم په هغه مياشت به يې منظوري هم ورکوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د حکمران ګوند مسلم ليګ ن پارلماني استازي شهاب الدين وويل چې د ګل پر ورځ يې د وزيراعظم مشير امير مقام سره ليدلي و او نوموړي ورته باور ورکړو چې د مۍ په ړومبۍ يا دويمه اونۍ کې به فاټا اصلاحات د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

د نوموړي وينا وه چې د ځنې ستونزو په وجه دا اصلاحات د قامي اسمبلۍ څخه منظورولو کې لږ وخت ولږېدو خو خوشبينه دې چې د بجټ اجلاس نه وړاندې به يې منظوري ورکړې شي،

د ذکر ده چې د روان کال د مارچ په دویمه نېټه د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې فاټا اصلاحات منظور کړل شوي وو چې پکې ویل شوي چې حکومت به قبایلي سیمې په ۵ کاله کې په قامي بهیر کې شاملوي او کال دوه زره اتلسم په عامو ټولټاکنو کې به د صوبايي اسمبلۍ لپاره د قبایلو استازي هم ټاکل کېږي،

خو د فاټا لاير فورم مشر اعجاز مهمند وايي چې د سيمو نه منتخب پارلماني استازي يې د اصلاحاتو د قامي اسمبلۍ نه منظورۍ پحقله صرف نېټې ورکوي خو له بده مرغه عملي ګامونه نه پورته کوي،

د نوموړي وينا وه چې نور د خپلو منتخبو غړیو په ژمنو باور نه لري که راتلونکې دوه نه درو اونیو پورې د اصلاحاتو بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه کړل شو نو لکه د پخوا پشان يو وارې بيا به په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کړي.

د یادونې ده چې د فبرورۍ په شپږمه (۶) نېټه د فاټا پارلماني استازو په قبايلي سيمو د اصلاحاتو په اړه د اسلام آباد په کنوېنشن سېنټر کې يوه جرګه کړې وه چې پکې يې د پاکستان مرکزي حکومت ته دړکه ورکړې وه که وفاقي کابېني د اصلاحاتو منظوري ورنکړه نو د پلازمېنې پر لور به احتجاجي لاریون کوي،

دا دې هم ياده وي چې په قبايلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره وزيراعظم نواز شريف ۲۰۱۵ کال کې د سرتاج عزيز په مشرۍ پنځه کسيزه کميټې جوړه کړې وه او يادې کمېټۍ د قبايلي سيمو له دورو ورسته خپلو تيار کړل شویو سپارښتنو کې ويلي وو چې قبايلي سيمې دې په مرحله واره توګه په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړې شي.