د افغانستان پلازمېنې کابل دویمې امنیتي حوزې اړوند دفاع وزارت ته څېرمه ځانمرګی برید شپږ تنه وژلي او پنځه نور ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډيو ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې وژل شوي ټول ولسي وګړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې ځانوژونکې کس د دوهمې امنتي حوزې مخته ځان پورې تړلو موادو چاودنه ورکړې ده.
د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.