د روس او شام پر پوځي مشرانو د نورو بندیزونو موضوع تر هغه وروسته ګرمه شوه چې لوېدیز او په سر کې يې امریکا د شام حکومت تورن کړ چې روان اپریل میاشت کې يې د دې هېواد ادلیب ښار کې پر ولسي وګړو د کیمیاوي وسلې برید کړی دی.
د بریتانيا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن په دوشنبه خبریالانو ته وویل:
"روس ته زموږ پیغام ډېر جوت دی. ایا غواړي چې د شام د مسموم رژیم ترڅنګ پاتې شي؟ ایا غواړي له هغه سړي سره ودرېږي چې خپل خلک مسموموي؟ او یا غواړي له امریکایانو «جي ۷» او له نورو یو موټي هېوادونو سره د سوريې لپاره دې یوه نوي راتلونکې په هدف کار وکړي."
بوریس جانسن له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره د ایټالیا په لوکا ښار کې چېرته چې نن د "جي ۷" هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي وویل، نوي بندیزونه به هغه روسي افسران او چارواکي په نښه کړي چې د شام له پوځ سره همغږي لري.
د امریکا متحده ایالات، فرانسه، جاپان، جرمني، بریتانیا، ایټالیا او کاناډا "جي ۷" یا د نړۍ اووه ستر صنعتي هېوادونه دي.
په همدې حال کې د ایټاليې خبري اژانسونه وايي، د سعودي عربستان، اردن، ترکيې او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیران هم په یوې جلا کتنه کې د "جي ۷" هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ویني.
د "جي ۷" هېوادونو دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې د اپریل په څلورمه نېټه د سوريې په ادليب ولایت کې د کیمیاوي وسلې یوه برید څه باندې ۸۰ کسان چې ډېری یې ماشومان ول، ووژل.
امریکا او متحدانو يې وویل، دا برید د سوريې حکومتي ځواکونو کړی دی او پر همدې اساس ېې تېره جمعه د امریکا سمندري پوځ د سوريې یوه پوځي اډه په لسګونو لیرې واټن ویشتونکیو توماهاګ توغندیو وویشته.
روس او ایران چې د شام جګړه کې د دې هېواد حکومت ملاتړ کوي د امریکا دا ګام وغانده او ټینګار يې وکړ چې کیمیاوي ګاز اصلاً د سوريې د حکومت ضد وسلهوالو په هغه ډیپو کې و چې د سوريې د پوځ په هوايې برید کې په نښه شوه.