د افغان لوبڅار احمدشا پکتین سره مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکې په دې ګڼه کې بوریوال کړ د افغانستان د کرکټ د لومړي نړیوال لوبڅار احمدشا پکتین سره د هغه په ژوند او کار خبرې کړې دي. ښاغلی پکتین د پکتیکا ولایت د میټا خان سیمې اوسیدونکی دی او د کرکټ سره په پېښور کې بلد شوی دی. نوموړی وايي کله چې په افغانستان کې د کرکټ لوبې وده وکړه، نو ده هم لوبڅاري پیل کړه او بیا وروسته د کرکټ نړیوالې او اسیايي شورا ورته نړیوال کورسونه برابر کړل. د احمدشا پکتین سره شوې مرکه دلته واورئ: