سلاوېن: په افغانستان کې مو سږنۍ موخه، د داعش ډله ماتول دي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، سږکال یې مهم هدف په هغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې ماتول دي.

د ماموریت ویاند ویلییم سلاوېن تېر مازیګر په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت له ویاند دولت وزیري سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د اسلامي دولت ډلې وسله وال دې دا فکر نه کوي چې په افغانستان کې به پټنځای ومومي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري خبري غونډې ته وویل، د مارچ له وروستیو ورځو راهیسې یې په ننګرهار او هېلمند ولایتونو کې د اسلامي دولت ډلې ته لوی زیانونه رسولي.