غني: انکشافي برخو کې د اندونیزیا له تجربو ښه ګټه اخیستل کېدای شي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي د سولې او ثبات د تأمین، اقتصادي ودې او انکشاف برخو کې د اندونیزیا له تجربو ښه ګټه اخیستل کېدای شي.

د ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي غني دا خبرې نن د اندونیزیا له جمهور رئیس جوکو ویدودو سره د یاد هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکړې.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"اندونیزیا د ډموکراسۍ او د قانون د پلي کولو برخه کې برلاسي ترلاسه کړې ده. اندونیزیا راتلونکي ته د خوشبینۍ او د دولتي غښتلتیا په سبب په کړکېچونو باندې د غالبېدو یوه بېلګه ده. موږ غواړو له تاسو سره د اسلامي تمدن د رحمت‌العالمین د تفسیر په غونډه کې ونډه واخلو."

د بیان له مخې د دواړو جمهور رئیسانو تر مخ د پوهنې، کرنې، احصائیې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده‌کړو په برخو کې د همکارۍ موافقت‌نامې هم لاسلیک شوې.

اخوا د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د افغان سولې په باب د هر ډول همکاریو چمتووالی وښود او ویې‌ویل چې په همدې هدف یو پلاوی افغانستان ته استوي.

د اندونیزیا ولسمشر همداراز د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو تر څنګ افغان ځوانانو ته د ډیپلوماسۍ د برخې د تحصیلي بورسونو د ورکړې ژمنه هم وکړه.

ولسمشر غني په یو ورځني سفر له اسټرالیا نه اندونیزیا ته تللی او تمه ده سنګاپور ته تر سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شي.