افغانستان د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د چارشنبې په شپه یو شمېر وسله والو طالبانو د د بندسردې په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.
چارواکي وايي، چې په دې برید کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا ولایت د رسنیز دفتره مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسلوالو برید د شپې په لس نیمې بجې دغه بريد وکړ.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، امنيتي ځواکونو د وسلوالو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات نيولي دي.
تر اوسه وسلوالو طالبانو د برید پهاړه څه نه دي ويلي.